پر بګرام هوايي اډه توغنديز بريد شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) الماس خدرخیل

تېره شپه پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريدونه شوي، چې د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه دي څرګند شوي.

طالبانو د بريد مسئولیت منلی او ويلي يې دي چې پر بګرام هوايي اډه يې تېره شپه  توغنديز بريد کړی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی ملګرو تېره شپه شاوخوا شپږ بجې پر بګرام هوايي اډه توغندي وتوغول چې درانه ځاني او مالي تلفات يې اړولي دي.

په بګرام هوايي اډه کې بهرنيان ميشت دي، چې له دې ځايه د افغانستان په زياتره سيمو کې عمليات رهبري کوي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې توغندي د ننه په اډه کې لږېدلي دي.

تر دې دمه د بهرنيانو مطبوعاتي څانګې د دې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو طالبان وخت ناوخت په دغه اډه باندې د توغنديو توغولو راپورونه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button