جرمني پارلمان: په افغانستان کې زموږ د ځواکونو ماموریت ناکام دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی

د جرمني د پارلمان یوه غړي ویلي، چې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموریت ناکام دی.

د جرمني د پارلمان غړي او د المان د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر هانس پیتر بارټلز وویل، چې په افغانستان کې د جرمني هیواد د پوځي ځواکونو ماموریت ناکام  و او له یوې اوږدې جګړې او لویو خطرونو په منلو سره سره بیا هم په افغانستان کې امنیتٍي وضعیت مخ پر خرابیدو روان دی.

نوموړي له المان هیواده وغوښتل،چې په افغانستان کې د الماني پوځیانو په پاتې کیدو دې بیا له سره غور وکړي او په دې اړه دې د خپلو پوځیانو ماموریت وڅیړي.

بارټلز د تاګش شپیګل مجلې سره په مرکه کې ویلٍي، چې په افغانستان کې زموږ پوځي ماموریت هغومره مثبت نه و، لکه څرنګه چې یې موږ تمه کوله.

د بارټلز په وینا، په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو روان دی او له اوږدې جګړې وروسته هم د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون نه دی راغلی او لا هم د افغانانو ژوند ته ګواښونه متوجه دي؛ خو سره له دې المان پرېکړه کړې چې خپل سرتیري په افغانستان کې کم کړي.

 نږدې یوه اوونۍ وړاندې د المان دفاع وزیره لافون ديرلاين افغانستان ته  په یوه ناڅاپي سفر راغله او دغلته په مزارشریف ښار کې د الماني ځواکونو پوځې اډې ته ورغله، چې د کريسمس يا د مسيحيانو د اختر د لمانځلو په خوشحالۍ کې د دوی سره ونډه واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button