الله تعالی د ټولو نه ښه پلان جوړونکی دی!
مسعود څمکنی
ماته هغه ۱۵ کاله مخکې وخت رایاد شي، چې چاته به دې د طالب نوم واخیست نو ویل به یې چې طالب مه وایه تروریست وایه…
نن ورځ د طالب مرسته هغه څوک کوي چې ۱۵ کاله مخکې یې ددوی نومونه په تور لیستو کې زیات کړي وو او نه یې غوښتل چې حتی د طالب خبره هم واوری… که د طالب خبرو ته غوږ شوی وای نو شاید چې دادومره مرګونه نه وای پیښ شوي او نه دا دومره ځوانان وژل شوې وای، ځکه چې طالبانو همغه لومړنیو وختونو کې هم جنګ کول نه غوښتل خو دا چې دوی مجبور شول او اوس یې نتیجه دا شوه چې روس او چین ددوی لومړني شرطونه ( شرعی حکومت منل اود خارجیانو وتل) ورسره مني نو دا هم ورته ګرانه نده چې ددوی(طالبانو) پوره واک په افغانستان کی ورسره ومني…
شاید امریکا او اتمر د داعش پلان په افغانستان کې ددې لپاره په کار اچولی وي چې د طالبانو په منځ کې درز واچوي، خو اوسنی حالت داسې دی چې دوی په دغه پلان کې ناکام دي او اوس دې ته تبلغات کوي چې د داعش ریښې نورې په افغانستان کې نشته او افغانستان ورنه پاک شوی دی. دا په دې خاطر چې دوی ولیدل چې طالبانو سره د نړۍ لویوهیوادونو اړیکې نیول شروع کړي.
طالبان شاید دچا په خاطر جنګ ونکړي؛ خو داچې د داعشیانو تجربه کمه او نړۍ یې د ځان دښمنه کړه، ټول مسلمانان او غیر مسلمانان یې د ځان دښمنان وګرځول، نو دا ښه موقع د هغه چا لپاره شوه چې په سیمه کې یې د امریکا د شتون سره مشکل لرل او اوس به داعش بهانه کوي او طالبانو سره به مرستې کوي او شاید داسې وخت هم راشي چې طالبان د طیارو ضد توغندي تر لاسه کړي نو هلته به دا جګړه لا پسي پیچلې شي.
ښه خبره داده چی امریکایان دطالبانو سره مخامخ کښیني او ددوی خبرې دې واوري او افعانان دې جوړجاړي ته پریږدی. افغانان په خپله په خپلو کارونو ښه پوهیږی.
زمونږ لپاره ډیره اړینه دا ده چې ځانونه په دې پوهه کړو چې دا جګړه د خارجیانو له طرفه پر مونږ تپل شوې ده.
او که زمونږ کوشش د صلحې لپاره نه وي او ټولو کارونو کې مو شخصي غرضونه وي نو ګرانه ده چې بل څوک دې مونږ ته صلح راولی.
که د حکومت یا امریکا په تبلغاتو څه کیدای شوای نو اوس به د طالبانو د رسمیت پیژندلو په ځای ددوی نوم هم ورک وای. نو زما په نظر دا یو ښه اقدام دی چی طالبانو ته د صلحې لاس ورکول کیږی او کوشش کیږی چی امریکا سیمه پریږدي او امید دی چې افغانان لږ آرام شی.
هغه خلک چی ددې اقدام خلاف دي نو هغوی دې له ځان نه دا پوښتنه وکړي چې آیا د امریکا سره اړیکه نیول ددوی په وسلو مسلمانان وژل مو هیر شوي چې اوس د صلحې په وړاندې ځانونه خنډ کوي؟ ولې په امریکا مو انتقاد ته خوله نه جوړیږي چې ټول وخت صرف په یوه طرف انتقاد کوي؟
نن مې د محترم مطمین صاحب په لیکنه کی د عبیدالله بارکزي صاحب د زړه خواله ولوستله، که موږ لږ هم ځانونه ویښ کړو نو شاید چې ډیر څه لاس ته راوړو او امید ده چې د صلحې دروازو پورې مو دا ستړی ولس ورسوو.

















