(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۱۲) الماس خدرخیل
شاوخوا درې اونۍ وړاندې راپورونه ورکول شول، چې په نږدې وخت کې به د افغانستان له محبسونو د حزب اسلامي ټول سياسي بنديان له زندانونو ازاد کړل شي.
خو تر دې دمه د حزب اسلامي بنديان لا هم د هېواد په جېلونو کې شپې سبا کوي.
په همدې تړاو د حزب اسلامي وياند حميد عزيزي رسنيو ته ويلي، چې ټاکل شوې وه، چې د ددغه ګوند نږدې څلور سوه سياسي بنديان نږدې دوه اونۍ مخکې خوشې شوي وی، خو د ناڅرګندو عواملو له امله يې د خوشې کېدو بهير زنډېدلی دی.
نوموړي له ګډ حکومت نه د هغو بنديانو د خلاصون غوښتنه کړې، چې په جګړه کې نيول شوي او يا يې دوسيه سياسي اړخ ولري.
هغه وايي، چې حزب اسلامي د هغو کسانو د خلاصون غوښتنه نه ده کړې چې جنايي جرمونو باندې ککړ وي.
د ګډ حکومت سره د سولې په وخت کې هوکړه شوې وه، چې په هېواد کې د حزب اسلامي د سياسي بنديانو خوشې کول به يې د لومړيو کارونو څخه وي.















