(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا په میلیاردونو ډالر لګولي خو ګټه یې نه ده کړې.
کابلوف ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به په راتلونکو دوو لسیزو کې امن وي او که په جګړه کې ښکېل؟ ویلي، چې که د افغانستان په اقتصاد، اردو او اداري چارو کې بدلو رانه شي افغانستان به راتلونکو شل کلونو کې وویشل شي.
ده وویل، چې افغانستان ټوټه ټوټه کیدل د روسیې په ګټه نه دي، موږ هیله کوو چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي، د نوموړي په وینا که سوله رامنځته نه شي په دغه هیواد کې به ځینې ډلې ځانونه خپلواک دولت اعلان کړي چې دوی به هم خپلواک نه وي.
ضمیر کابلو د ترکیې خبري اژانس انادولو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه ولې په افغانستان کې دایمي اډې غواړي؟ پداسې حال کې چې په ترکیه کې امریکا یوه اډه لري او په افغانستان کې ۹ اډې.
کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان اډې روسیې ته سرخوږی جوړوي؟ وویل، هو خامخادا د روسیې لپاره جدي سرخوږی دی، افغانستان چیرته دی او امریکا چیرته! که موږ دا ډول کار کړی وای امریکابه ځانته سرخوږی نه و ګڼلی؟.
نوموړي افغانستان باندې د امریکايي اشغال په اړه وویل، چې امریکا دلته په منځني ختیځ کې خپل هدفونه لري، امریکا غواړي په افغانستان د خپل حضور له لارې چین، منځنۍ اسیا، روسیه او پاکستان له دې ځایه څاري او خپلې موخې ترلاسه کړي.
ده په افغانستان د امریکا د برید په اړه وویل، چې دا برید د سیاسي اړخ سربیره اقتصادي اړخ هم لري، چې افغانستان د ذخیرو ډک هیواد په منځنۍ اسیاکې پروت دی او له دې لارې کولی شي منځنۍ اسیا، د کسپین بحیرې او منځني خلیج اقتصادي زیرمو ته لاره ومومي.
کابلوف په افغان حکومت نیوکه وکړه، چې روسیې افغان چارواکو ته له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرداری ورکړی و، خو افغان چارواکو دا تړون لاسلیک کړ.
روسي اسازي په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه وویل، چې د افغان حکومت او طالب چارواکو له غوښتنې پرته د سولې په اړه هڅې نه کوي.















