(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د امریکا په ټکساس ایالت کې دوه کوچنۍ الوتکې په هوا کې سره جنګیدلي دي، چې له امله یې دواړو الوتکو اور اخیستی او غورځيدلې دي.
د سي ان ان تلویزیون د ځايي پولیسو لخوا ویلي، چې د الوتکو د ټکر پیښه د ټیکساس په میچيني سیمه کي په یو شخصي هوايي ډګر کې رامینځ ته شوي ده او ۳ تنه پکې وژل شوي دي.
دا پيښه په ځايي وخت ۵:۳۰ بجې رامنځته شوې ده. د هوايي چلند ویاند لین لونسفورډ( Lynn Lunsford) ویلي، چې الوتکو د عیني شاهدانو په موجودیت کې الوتنه کړې؛ خو په سیمه کې یې د هوايي چلند د ترافیکو پیښو د کنترول ادارې سره اړیکه نه ده نیولې.
پولیسو له خلکو غوښتي چې سیمه پریږدي او له ویډيو کولو ډډه وکړي.
د عیني شاهدانو د پيښې یو زیات شمیر ویډیو ګانې ثبت کړي، چې په غورځیدلو اولوتکو اور بل دی او لوګي ترې خیژي.















