یوسف احمدي: طالبان دا مهال پر ۴۱ ولسواليو بشپړ واک لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) الماس خدرخیل
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ۲۰۱۶م کال د حکومتي عسکرو، پوليسو او قومندانانو د وژلو نوملړ خپور کړ.
نوموړي دغه خپور کړی فهرست رسنيو ته استولی، چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم راغلی ده.
نوموړي ويلي، چې د تير کال په موده کې يې له افغان حکومت څخه يو شمير ولسوالۍ نيولي او ټولې ۴۱ ولسوالۍ يې د افغان ځواکونو له بریدونو او بيرته نيولو خوندي ساتلي، چې اوس د په دغه ولسواليو طالبان بشپړ واک لري.
هغه همداراز چې په تير کال کې يې د کندوز، هلمند، ارزګان، فراه او فارياب ولايتونو مرکزنه تر سخت تهديد او محاصرې لاندې کړل.
د نوموړي په خبره په تير ۲۰۱۶م کال کې ۱۷۵۳۹ عسکر پوليس او اربکيان هم وژلي، چې له جملې يې ۲۴۸ صرف د افغان سرتيرو قومندانان و، هغه د يادو قومندانانو يو نوملړ هم خپور کړی چې د وژل شويو قومندانانو ځايونه يې پکې ياد کړي دي.
قاري يوسف احمدي ليکي، چې دغه نوملړ صرف د دولسو ولايتونو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو بل وياند ذبيح الله مجاهد د ټول افغانستان دوی سره په جګړو کې د وژل شويو عسکر شميره خپره کړه او ويلي يې و، چې د تیر کال په جریان کې (۱۷۵۳۹) عسکر، پولیس، استخباراتي کارکونکي او اربکیان وژل شوي (۱۱۲۷۲) نور ټپيان شوي دي.



