په سوريه کې د سپاه پاسدران ایران يو جنرال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) الماس خدرخیل
د ايراني رسنيو د راپورونو پر بنسټ د سوريې په جګړه کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران يو تن جګپوړی قومندان سردار غلام علي قلي زاده وژل شوی دی.
د ایران خبري اژانس فارس نيوز ويلي، چې سردار قلي زاده د ايران د انقلاب د ساتونکي ځواک جنرال و او له اوږدې مودې راهيسې يې په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم په ملاتړ له مخالفينو سره جګړې کولې.
ايراني رسنيو د دغه جنرال د وژلو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
خو د ايران د رسمي شمیرو له مخې له دوه زره پنځلسم ميلادي کال رانيولې تر دې دمه د دغه هېواد ۱۳۶۰ د سپاه پاسداران سرتيري وژل دي.
د ایران چارواکو تائيد کړې، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې چې په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد پاڅونونه او جګړې شروع شوي، د افغانتسان او پاکستان په شمول د يو شمير هېوادونو شيعه جنرالانو او مليشو په دې جګړه کې برخه اخيستې چې ستره ونډه يې د ايران ده.
څه موده مخکې داسې ريپوټونه هم خپاره شول، چې ايراني او افغان شيعه ملايان د شعيه مذهب د ژغورنې لپاره، د مياشتې پنځه سوه ډالرو د تمې په بدل کې افغان شيعه ګان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي.
په سوريه کې د حکومت ضد وسلوالو داسې ويډيوګانې خپرې کړي، چې د بېلابېلو هېوادونو شيعه وګړي په جګړو کې وژل شوي او يا له دوی سره بنديخانو کې پراته دي.



