(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی
د پاکستان د پښتونخوا صوبې په پیښور ښار کې د نوي زیږدیز کال د خوښۍ په مراسمو کې د زهري شرانو د څښلو له امله ۵ تنه وژل شوي دي.
ویل کيږي چې وژل کسان ټول عیسویان او د پاکستان حکومتي کارکوونکي دي.
ځايي پولیسو ویلي، چې پيښه د چهار شنبې په شپه د پشتخرې تاڼې اړوند سیمه کې شوې ده.
د پشتخره تاڼې مشر اسلام شاه زسنیو ته ویلي، چې تیره شپه عیسویانو د نوي زیږدیز کال د خوښۍ په مراسمو کې شراب څښلي، چې وروسته یې حالت خراب شوی او ځايی روغتون ته لیږدول شوي، د اسلام شاه په وینا شراب څښونکو په دغو شرابو کې ځینې نشه یي توکي ور زیات کړي وو، چې د مرګ باعث شول.
تر دې وړاندې د مرغومي په ۲۶ نیټه د پاکستان د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ سیمه کې د زهري شرانو د څښلو له امله تر ۳۰ ډير کسان وژل شوي و او یو زیات شمیر نور په بې هوشه حالت کې روغتون ته وړل شوو.















