(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی
د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر مسئول محمد نادر افغان ویلي، روسیه به د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم پر نه ایستل کېدا اصرار ونه کړي، خو که یې بیا هم موافقه ونه کړه، حکمتیار په هر حال کابل ته راځي.
د حزب اسلامي دفتر وايي، که روسیه د ملګرو ملتونو له تور لېست نه د انجینر ګلبدین حکمتیار د نوم له لرې کولو سره موافقه هم ونه کړي، حکمتیار به کابل ته راشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حزب اسلامي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې روسیې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حکمتیار د نوم لرې کول ځنډولي دي.
نوموړي روسیه هم د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفه نه ده او په وینا یې روسي چارواکو له اسلامي حزب سره تماس نیولی او ورته ویلي یې دي چې د بندیزونو په پای ته رسولو کې به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي.
نادر افغان همداراز هیله څرګنده کړه چې د ګډ کمیسیون په مرسته به د افغانستان له محبسونو د اسلامي حزب ۴۰۰ بندیان ژر خوشي شي.
په ورته وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني د سیاسي چارو سلاکار اکرم خپلواک وايي، په راتلونکو ۶ ورځو کې به د حزب اسلامي په اړه د روسیې اندېښنې لرې کړای شي.
نوموړي ویلي، چې وړاندې تر دې فرانسې هم له تور لېسته د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت کړی و او اندېښنه یې څرګنده کړې وه، خو د ولسمشر غني په لیک لېږلو سره دغه اندېښنې لرې شوې.















