پاکستان ۲۱۸ هندي کب نيونکي خوشې کوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۷) الماس خدرخیل
پاکستان د هندوستان هېواد د ۲۱۸ کب نيوونکو د خوشې کولو لړۍ تيره ورځ پیل کړه.
له تېر يو کال زياته موده وشوه چې دا کب نيوونکي د پاکستان سره بنديان و.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې د کب نيوونکو خوشې کول به د دواړو هېوادونو په اړيکو کې نږدېوالی راولي او د وروستي تاوتريخوالي کچه به راټيټه کړي.
دا کب نيوونکي تورن دي چې د عربو د بحيرې په لانجمنه سرحدي سيمه کې د پاکستان اوبو ته داخل شوي وو.
ويل کېږي، چې هرکال لسګونه پاکستاني او هندي کب نیوونکي په دې سیمه کې د دواړو هېوادونو لهخوا نیول کېږي.



