د ګوانتنامو ۴ زندانيان سعودي عربستان ته لېږدول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۱۷) الماس خدرخیل

د فرانسې او رويټرز اژانس د خبر پر بنسټ د ګوانتنامو څلور زندانيان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

څلور واړه زندانيان تېره ورځ د رياض هوايي ډګر ته ورسېدل.

د پنټاګون وياند چاش ايرنسټ پرون رسنيو ته ويلي، چې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د کار دوره به د جنورۍ په شلمه پای ته ورسېږي او احتمال دی چې په دې موده کې به د دغه زندان نور زندانيان هم نورو هېوادونو ته ولېږل شي.

امريکا د ګوانتنامو په اړه وروسته له هغو فشارونو چې د کورنيو او بهرنيو ټولنو له لوريو وارد شوي دي، هڅه کوي چې په تدريجي توګه د ګوانتنامو له زندان څخه زندانيان نورو هېوادونو ته ولېږي، او د ګوانتنامو زندان وتړي.

بارک اوباما چې کله واک ته ورسېد ژمنه یې کړې وه چې د ګوانتنامو زندان به وتړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا له ګوانتنامو څخه د بندیانو د انتقال د بهیر د ودرولو غوښتنه کړې.

د يادونې ده، چې په افغانستان د امريکا له يرغل وروسته په ۲۰۰۲م کال کې امريکا د ګوانتنامو زندان جوړ کړ چې په کې شاوخو ۱۰۰۰ تنه د طالبانو او القاعده غړي او نور شکمن کسان زنداني شوي وو، چې تر نيمايي زيات يې افغانان وو.

د ګوانتنامو په زندان کې د طالبانو ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي هم و، چې د هغوی له جملې څخه يې د طالبانو د حاکميت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير مولوي عبدالسلام ضعيف او د طالبانو د قطر د سياسي دفتر پنځه تنه مشران چې له يوه امريکايي عسکر «بوی بريګډال» سره د تبادلې په ترڅ کې ازاد کړل شول شامل و.

په دغه زندان کې ځينو زندانیانو د سختو شکنجو او تعذيبونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا مهال په ګوانتنامو زندان کې د څلوېښتو په شاوخوا کې بندیان پاتې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button