طالبان: هلمند ته د نورو عسکرو رالېږل زمونږ د پرمختګ مخه نشي نيولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۹) الماس خدرخیل
تېره ورځ د امريکا پوځ اعلان کړه، چې د افغانستان سوېل هلمند ولايت ته د پوځي سلاکارانو يوه درې سوه کسيزه ډله لېږي.
دغه امريکايي پوځيان به په جگړه کې هم برخه اخلي، خو تر ډېره به افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.
د امريکايي رسنيو له قوله ويل شوي، چې ټاکل شوې د امريکا د سمندري ځواکونو دغه درې سوه کسيزه ډله راتلونکى پسرلى په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امريکايي ځواکونه يو ځل مخکې هم په دغه ولايت کې له ناکامۍ سره مخ شوي و.
د دوی په وينا، په تیر دوبي کې هم ۱۰۰ تنه امریکايي خاص ځواکونه د هلمند د مرکز لښکرګاه د دفاع لپاره را واستول شول چې له درنو تلفاتو وروسته ډير ژر په هلمند کې د باسټن په نامه نظامي کمپ ته وتښتیدل.
قاري يوسف احمدي په نوموړې خبرپاڼه کې ليکي چې د دغه ولايت په دوه بېلابېلو سيمو کې چې يو يې د کيمپ ډاير ” Camp Dwyer ” په نامه او بل يې د هلمند په شوراب کې د باسټن په نامه اډه ده، چې لا هم پکې سلګونه امریکايي ځواکونه ميشت دي.
نوموړی زياتوي: “څرنګه چې د اسلامي امارت سرسپارلو مجاهدینو دلسهاوو زره امریکايي او نورو اشغالګرو ځواکونو په شتون کې خپل پرمختګونه جاري وساتل د څو سوو نورو عسکرو شتون يې هم د پرمختګ په مخ کې نشي خنډ کیدلی”.
طالبانو داسې کړنې د امريکايانو وروستۍ هڅې بللي او زياته کړې يې ده، که امريکايي ځواکونه له خپلو بيسونو او اډو مخامخ جګړې ته راووزي نو له پخوا به ډېر تلفات وويني.
بل پلو د دغه ماموريت مشر ډګر جنرال راجربي ترنر ويلي “دوى په هېڅ ډول دا ماموريت ساده او ناجگړييزه نه بولي او د دوى په اند له خطره ډک ماموريت دى.”
د جنرال ترنر په وينا “هلمند ته لېږدېدونکي دغه نوي پوځيان وړ او تجربه لرونکي دي. افغانستان کې د روان ماموريت پېچلتيا ته او ارزښت ته په کتو دې ډلې ته له نورو پوځي څانگو لوړپوړي کسان گومارل شوي چې شا وخوا نيمايي يو ځل وړاندې په افغانستان کې دنده تر سره کړې ده.”
د مالوماتو تر مخه دا درې سوه پوځيان د امريکايي ځواکونو د ورته شمېر نورو هغو ځاى ناستي کېږي چې د ماموريت دوره يې پوره شوې، خو د دوى په ماموريتونو کې توپير دا په گوته شوى چې د پخوانيو هغو ناجگړييز او د اوسنيو هغو جگړييز دى.
هلمند ولايت په دې وروستيو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د درنو جگړو شاهد و، چې لا هم طالبان د دغه ولايت مرکز لښکرګاه په څنډو کې پراته دي او افغان ځواکونه په ډاډه زړه نه شي کولی چې ګزمې وکړي.
د راپورونو پر بنسټ په هېواد کې اوسمهال شاوخوا ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان مېشت دي چې دا شمېر ښايي د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته بدلون ومومي.



