مزارشریف: نامعلومه وسلوالو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۹) الماس خدرخیل

تېره شپه د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې د نامعلومه وسلوالو له لوري د يوې کورنې درې غړي وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امرسمونوال عبدالرازق رسنيو ته ويلي، چې پیښه تیره شپه ناوخته د مزارشریف د نورخدا په کارته کې رامنځته شوې ده.

عبدالرازق زیاتوي، چې په ياده سيمه کې دوه وسلوال کسان یو کورته ننوتلي او د کورنۍ یوماشوم، یوه ښځه اویوځوان يې وژلي دي.

د هغه په وينا، تر پلټنې وروسته څرګنده شوه، چې بریدکونکو له دغې کورنۍ سره اړیکي لرلې اویاده پیښه دکورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې ده.

تردې د مخه هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نامعلومه وسلوالو له لوري په خپلو کورونو کې خلک وژل شوي، چې تر څېړنو وروسته پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله ثبت شوي دي، د جنايي جرمونو د پېښو څېړونکي په دې اند دي، چې د ديموکراسۍ په راتلو سره په هېواد کې کورنۍ لانجې، شخړې او قتلونه زيات شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button