نهه شیان چې ټرمپ له سنډي ټایمز سره په مرکه کې یاد کړي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۸) صابر خپلواک
له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل ستر کار دی.
ټرمپ په دې مرکه کې وویل، زه فکر کوم چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل به په یو ستر کار تمام شي. او دا چې د پاونډ ارزښت کم شوی ، سبب یې دادی چې سوداګر د بریتانیا پر ځینو برخو باور نه لري.
ناټو یو خنډ دی.
که څه هم له سنډې ټایمز سره په دې مرکه کې ټرمپ وویل د اروپا دفاع ته ژمن دی خو زیاته یې کړه چې ناټو کې هغه اصلاحات نه دي راغلي چې د اسلامي ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته چمتو وي.
نوموړې د شمالي انتلاتیک پوځي تړون ( ناټو) یو خنډ وباله چې دده په وینا د ترهګرۍ ضد مبارزې کیسه کې نه ده، او غړي هیوادونه یې خپله ونډه سمه نه پرې کوي. نوموړې ویلي، ناټو ډیره پخوا رامنځ ته شوې او د نوې عصر غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی.
اروپايي ټولنه به ماته شي.
ډونالډ ټرمپ ویلي اټکل کوي چې اروپايي ټولنه به ځکه ماته شي چې دغلته د کډوالو ورمات بهیر ددې ټولنې د غړیو هیوادونو ملي هویتونو ته ګواښ پېښ کړی.
نوموړې سنډې ټایمز ته ویلي، خلک او هیوادونه خپل ملي تشخیص غواړي او بریتانیا همدا غوښتل ځکه خو یې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پریکړه وکړه.
نوموړې وویل د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دا مهال په زور اړ شوي چې کډوال ومني. که په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ونه لري دا فشار پرې نه شته.
انګیلا میرکل ستره تیروتنه وکړه.
د جرمني د صدراعظمې د کډوالو پر پالیسۍ د نیوکې پر مهال ډونالډ ټرمپ وویل، هغې ( میرکل ) تباه کونکې تیروتنه وکړه چې د سوریې کډوالو ته یې دروازې پرانیستې څو بې شماره کډوال ورشي. ټرمپ دا ټول کډوال ناقانونه وبلل.
نوموړې په جرمني کې د کریسمیس پر یو مارکیټ برید هم د جرمنې د صدراعظمې د پالیسۍ له کبله وباله.
له روسیې د بندیزونو پر لرې کیدو غور کوم.
ډونالډ ټرمپ وویل، که چیرې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین چمتو وي چې د تقابل له سیاست څخه لاس واخلي، پر روسیې به د امریکا د بندیزونو پر لرې کیدو غور وکړي.
نوموړې وویل اتومي وسلې باید راپورته نه شي او باید تر ډیره راکمې شي. د ټرمپ په وینا روسیه اوسنیو بندیزونو ډیرو دردولې او زه فکر کوم چې ډیر داسې څه به پېښ شي چې ډیر خلک به ترې ګټه واخلي.
اوباما سوریه کې ناغیړي وکړه.
ډونالډ ټرمپ وايي، ولسمشر بارک اوباما په دې کې ناکام شو چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد خلاف اقدام وکړي او روسیې ته یې ددې اجازه ورکړه چې په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې کنټرول په لاس کې واخلي.
هغه وویل کله چې د امریکا متحدو ایالتونو په سوریه کې د څه کولو چانس درلود هیڅ یې ونه کړل.
د ایران په اړه خپله پالیسۍ نه څرګندوم.
ډونالډ ټرمپ سنډی ټایمز ته ویلي، نه غواړي چې د ایران په اړه د خپلې پالیسۍ جزئیات په ډاګه کړي. خو نوموړي وویل چې د ولسمشر بارک اوباما د ادارې له خوا له ایران سره په شوي اټومي توافق خوشاله نه دی. هغه دا یو تاریخي بده معامله وګڼله.
روسیه زما په اړه شرمونکي څه نه لري .
ټرمپ سنډې ټایمز ته ویلي، د بریتانیا د استخباراتي ادارې پخواني ایجینټ کریسټوفر سټیلز چې له کرملین سره زما د اړیکو په اړه کوم راپور خپور کړی ټول پر درواغو ولاړ دی.
هغه ویلي له هغې ورځې چې دا شیان یې اوریدلې اوس ان نه غواړي خلکو سره لاس ورکړي.
رسنۍ ما سره ښې نه دي .
ډونالډ ټرمپ وویل، په ټویټر ۴۶ میلیونه متابعین لري او ځکه یې کاروي چې رسنۍ دده په اړه مسلې په صداقت نه راخلي.
هغه وویل:
رسنۍ ډیر نا ريښتینې دي، ډیرې زیاتې، زه باید یا دوی پریږدم چې هر څه وايي، او یا باید خپل ټویټر وکاروم. او کله چې زه نوی ټویټ وکړم دوی دستي را اخلي، چې ټرمپ دا ویلي او ټرمپ دا ویلي.



