لوګر: د امنيتي ځواکونو په ډزو دوه تنه ملکيان وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳۰) الماس خدرخیل

د لوګر چارواکي وايي، چې د امنتيتي ځواکونو په ډزو سره دوه تنه ملکيان وژل شوي دي.

پېښه تېره ورځ د محمداغۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، چې امنيتي ځواکونو د محکمې د حکم په اساس غوښتل چې هغه کورونه ونړوي چې په دولتي ۲۹۰۰ جريبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

د هغه په وينا کله چې دولتي ځواکونو د کورونو په نړولو شروع وکړه نو د سيمې خلکو پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړې، هغه زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او يو بل ټپي شو.

که څه هم د ولایت چارواکي وایي، چې دې خلکو پر غضب شوې مځکه کورونه ودان کړي، خو د سیمې خلکو ویلي دي چې دوی عرفي اسناد او قوالې له ځان سره لري.

د يادونې ده، چې د هېواد په يو شمير ولايتونو کې زورواکو دولتي ځمکې غصب کړي، چې حکومت يې په بېرته اخيستلو کې پاتې راغلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button