حراست او ثبات شورا: خپل منځي اختلافاتو وسلوالو ته موقع ورکړې چې خپل اهداف عملي کړي

 

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي، چې په ګډ حکومت کې د ننه خپلمنځي اختلافاتو وسلوالو ته موقع ورکړې، تر څو خپل اهداف په اسانۍ سره پر مخ يوسي.

د حراست شورا د چارواکو په وينا د هېواد په مهمو ښارونو کې وروستۍ چاودنو او حملو اوسنی نظام تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د دغې شورا وياند مسعود ترشتوال تېره ورځ رسنيو ته وويل” د حکومت خپل‌منځیو سیاسي اختلافاتو دښمن ته جرأت ورکړی او په هېواد کې یې ناامنیو او د خونړیو حملو پېښېدو ته هم زمینه برابره کړې ده”.

نوموړي زياته کړه، چې د شورا غړي په وېره کې دي، هسې نه چې د دې اختلافاتو له امله د ځينو بهرنيو مداخلو په مرسته په هېواد کې کورنيو او قومي جګړو ته لاره هواره شي.

له دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي و، چې په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ د ګډ حکومت مشرانو تر منځ د قدرت په سر د اختلافاتو نتيجه ده.

د ولسي جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزي وویل، چې که سیاسي اوضاع همداسې وي، نو د ملي وحدت حکومت به خپل عمر پوره نه کړي د نوموړي په وينا نه باید چې یو قوم له قدرته محروم، خو بل ته زیاته ونډه ورکړل شي.

هغه وويل: “د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات په څوکیو، پوسټونو او نورو مسایلو، هیڅ وخت د ملت او نظام په خیر نه دي، دا د نظام د پایښت لپاره یو لوی ګواښ دی.”

په ورته وخت کې ځيني افغان شنونکي بیا وایي چې د ګډ حکومت خپلمنځي اختلافاتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه کمزورې کړې او ګڼې نورې ستونزې یې رامنځته کړي دي.

په همدې حال کې یو افغان پوځي کارپوه ټینګار کوي چې د وسله‌والو مخالفینو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې یوه ځانګړې پالیسي د وخت اړتیا ده.

بل پلو د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال وايي چې “حکومت یو واضح تعریف او د دښمن پر وړاندې ځانګړی دریځ لري، ټولې هغه ډلې چې د افغان ولس او خاورې پر ضد جنګېږي د افغانانو دښمن دي”.

په ګډ حکومت کې خپلمنځي اختلافاتو اندېښنې وروسته له هغې رامنځته شوې، کله چې اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله د ولسمشر اشرف غني پر کړنو انتقادونه کړل.

له هغې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم حکومتي مشران په قوم پالنه تورن کړل.

د مدني ټولنو ګډه کاري ډله وايي، د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ روانو اختلافاتو افغانستان له بحران سره مخ کړی دی.

پوځي کارپوهان بيا په کندهار کې وروستۍ خونړۍ چاودنې د همدې اختلافاتو يوه بېلګه بولي، چې ډيری د پېښو څېړونکي يې د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق باندې شکمن کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button