ټرمپ: جګړه روانه وساتئ؛ موږ ګټونکي یو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲) الماس خدرخېل

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه میرمنې ميلانيا ټرمپ د افغانستان په باګرام اډه کې له ميشتو امريکايي عسکرو سره د يوه ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې امريکايي عسکرو ته ويلي،”تاسو غوره سرتيري یاست، زه به په هر ځای کې له تاسو سره یم، جګړه روانه وساتئ او دا جګړه به موږ ګټو. “

ميلانيا ټرمپ د خپلو خبرو کې له امريکايي ځواکونو مننه وکړه او د هغوی خدمتونه يې وستايل.

هغې زياته کړه، چې مونږ دا جګړه پيل کړې او مونږ به يې ګټو.

په باګرام کې ميشتو څو تنو امريکايي سرتيرو د امريکا جمهوررئيس ټرمپ ته د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه.

دغه خبرې د سي ان ان امريکايي تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شوې.

دم ګړۍ د امريکا متحده ايالاتو ۸ زره او څلور سوه عسکر په افغانستان کې د ناټو تر ماموريت لاندې فعاليت کوي او په خاصو عملياتو او د افغان ځواکونو سره په هوايي عملياتو کې برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button