ايټاليا: د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲) الماس خدرخیل

د ايټاليا په شمالي ويرونيا کې د زده کوونکو لېږدوونکی بس موټر ټکر شوی اور يې اخيستی، چې له امله يې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د چاراکو په وينا بس موټر  کې د سکول کوچني ماشومان له هنګري  بوداپست نه فرانسې ته لېږدول کېدل، چې په لاره يې له يوه څلي سره ټکر کړی او پېښه رامنځته شوې ده.

د دغه هېواد د اور وژنې اداره وايي، چې په پېښه کې ۳۹ تنه نور ټپيان دي.

د ايټاليا خبري اژانس انسا ويلي، چې د دغه زده کوونکو عمرونه تر ۱۴ او ۱۵ کلونو تر منځ و، لس ماشومان په روغتون کې دي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی، سخت سوځېدلي دي.

چارواکي وايي، د مړو شمير له دې هم ډېريدلی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button