لیکوال: شریف الله خالد
“طالبان او بریاوې” که څه هم یوه پېچلې او داسې موضوع ده چې د جزیاتو او طرفونو د ډېروالي له امله یې په څو کرښو کې ضبطول ممکن نه دي، بناءً زما د معلوماتو او پوهاوی تر سرحده به یې په هغه اجزاؤو نظر تېر کړم چې د لمر په څیر روښانه او دښمنانو ته يې د سر درد لامل ګر ځېدلي دي:
الله دې نه کړې چې د چا خاطر پرې دروند شي
۱ ) د طالبانو نظامي بریا
د ۵۰ غربي هیوادونو له لوري د عصري نړۍ د ټولې ټکنالوژۍ په بدرګه په یوه داسې هیواد نظامي وحشي یرغل چې خپلې دفاع لپاره یې د تفانچې د جوړولو توان هم نه درلود چې کله په هیڅ اسلامي یا دنیاوي قانون د توجیه کیدلو امکان نه لري، نو ظاهراً د مقابل اړخ له خپل ځانه دفاع به یو داسې عمل وي چې هم به ورته خپلواکه دنیا وال د حق او قدردانۍ په سترګه ګوري او هم به د الهي دین له نظره یو نېک او د اجرونو باعث عمل وي ګډون والو ته به یې په دنیا کې ځانګړي لقبونه او اخرت کې د تلپاتی ابدي انعامتو زیری ورکړل شوی وي.
د همدې الهي قانون له رویه د امریکايي وحشت په مقابل کې څو د ګوتو په شمېر ځوانان د اسلام، افغان او افغانستان څخه د دفاع په موخه د ټکنالوژۍ مقابلې ته په کامل اخلاص او متعال رب په توکل مقاومت ډګر ته په داسې حال کې راووتل چې د د جانبینو د افرادو او اسبابو له مخې ځینې علماوو هم د لیونیو خطاب ورکړ خو طالب جان چې توکل او د اخلاص مزو یې نېغ له عرشه سرچینه اخیسته د متعال رب د خوږ ارشاد ﴿ ٱنفِرُوا۟ خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُون ﴾ [سورة التوبة: ۴۱]. له لوري په خپل کار پیل وکړ.
په دې اړه یوه شاعر د شعر په ژبه داسې ويلي:
موټر سایکل او طیاره سره په ځغلاست دي
خلک پاتې دي هک پک مقابله ده
هغه طالب چې امریکا یې په شلو ورځو کې د دنیا څخه د ورکولو لاپې وهلې او داخلي غلامانو یې له باداره څخه پر طالبانو د غټو غټو بمونو ورولو غوښتنه کوله، خو دوی هم د هغه اخلاص او توکل پر مټ په ډېره لږه موده کې د فتحو په داسی دنګو منارونو ودریدل چې دښمن یی مقابل کې د ژړا پرته نور د هیڅ ویلو او کولو توان نه لري، هغه چې آن د دنیا څخه یې د ورکولو لاپې وهل کېدې د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره یې د فتحو بیرغونه هسک دي؟
هغه طالب چې د B: ۵۲ مقابله یې په موټر سايکل وکړله، د ولسوالیو سربېره د ولایاتو مرکزونه یې هم اوس د راتګ شېبې شماري.
هغه طالب چې د افرادو کموالی او د مالي مشکلاتو له امله یې په کراتو کراتو د ټوټه کېدلو هڅې وشوې، نن هم د یو یو امیر تر قیادت لاندې یو موټی او یو غږ دي.
هغه طالب چې دښمن یې د ځان ډیرې هوښیارتیا په خوشبینۍ د غولولو هڅې کولی، مقابل کې د طالب په نوم د کويټې یا بولدک یوه عام دوکاندار ترې میلینونه ډالر ویوړل او د دوی ټولو عقل او هوښیارتیا یې په صفر سره ور ضرب کړه
او بلاخره هغه طالب چې امریکا یې د ورکولو لاپې وهلې نن یې ولسمشر اعتراف کوي چې د طالب مقابلې ته ناکام یو
۲ ) د طالبانو سیاسي یریا
د اشغال له پیله طالبانو د اسامه بن لادن په سر د محکمې او خبرو وړاندیز وکړ خو امریکا یې له ډېره کبره په کروز توغندیو او فاسفورس بمونو ځواب ورکړ، خو چې کله یې ماغزه له پوندو څخه بېرته سر ته وختل نو په ۲۰۰۶م کال کې یی طالبانو ته د څو ولایتونو سپارلو وړاندیز وکړ خو دا چې طالبان د هیواد هغه اصیل بچیان دي چې د هیواد په بشپړ تمامیت کې الهي حکم پلی کول غواړي د چوکۍ او ډالرو دې وړاندیز ته یې غاړه کینښوده او خپلې ملي او اسلامي فریضې ته یې دوام ورکړ. بالاخره د امریکا په غوښتنه له ۲۰۱۰ څخه د خبرو لپاره د مکررو غوښتنو په ځواب کې د الهی حکم ﴿ وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ ﴾ [سورة الأنفال: ۶۱] له مخې په ۲۰۱۲م کې د مشر ملا صیب مرحوم د لوري د وضع شوو شرطونو په تعمیل کې د قطر هیواد په دوحه کې د مذاکراتو له لارې د اشغال ختمېدلو په منظور دفتر پرانستل شو.
ذلک هو الفتح المبین.


















