نامعلومه وسلوالو د کندوز د ابتدائيه محکمې رئيس تښتولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲) الماس خدرخیل

چارواکي وايي، چې د کندوز د ابتدائيه پوځي محکمې رئيس اصل الدين د نامعلومه وسلوالو له لوري تښتول شوی دی.

د ۸۰۸ سپين زر زون وياند محفوظ اکبري ازادۍ راډيو ته ويلي، چې نوموړی له تخار ولايت څخه کندوز ته په لاره وو چې د کندوز ولايت خان اباد ولسوالۍ خواجه پسته په سيمه کې وتښتول شو.

هغه زياته کړه، چې د رئيس د تښتونې علت څرګند نه دی، خو د خوشې کولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.

د اکبري په وينا نوموړي پوليسو ته  د خپل سفر په اړه معلومات نه وو ورکړي.

ويل کېږي د نوموړي سره يې د هغه يو ساتونکی هم تښتول شوی دی.

تر اوسه کوم چا د نوموړي د تښتونې مسئوليت نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button