ولسي جرګه:وکیلان د غونډو پر مهال شخصي سوداګری کوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲) صابر خپلواک
تر دې دمه مقننه قوې ونشوای کولای، چې د پارلمان د وکيلانو د همېشه نه حاضریدو له امله د دې قوې د چوکاټ دننه خپلې دندې په صادقانه ډول تر سره کړي.
هشت صبح ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې يې په ډاګه کړې ده، چې د پارلمان د وکيلانو غیرحاضري د هغوی له حضور ډېره ده او یو شمېر وکيلان د پارلمان هيڅ غونډو ته نه دي حاضر شوي. د معلوماتو له مخې ۲۵ سلنه وکيلان داسې دي، چې غیرحاضری يې لهحاضري ډېره ده او ټول کارونه یې همداسې پریښي دي چې له همدې امله د حکومت وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او کارونه یې همداسې پاتې دي.
د وږي له ۱۷مې د مرغومي تر ۲۷مې د ولسي جرګې د غړو د حاضرۍ په کتاب کې ځينو وکيلانو هيڅ دا اړتيا نه ده ليدلې، چې خپله حاضري لاسليک کړي.
ولسي جرګې په همدې موده کې ۵۳ کاري غونډې کړې دي، چې یو شمېر وکیلان غونډو ته نه دي حاضر شوي لکه د بلخ د خلکو استازی علم خان ازاد او د کابل د خلکو استازی امان الله خان ګذر يوې غونډې ته هم نه دي ورغلي.
ګل پادشاه مجيدي، شکريه عيسی خېل، عبد الستار خواصي، فوزيه کوفي، امان الله پيمان، نسيمه نيازۍ، ميرويس ياسيني، ارين يون، او محمد الماس زاهد هغه وکيلان ياد شوي، چې خپلو دندو ته نه راځي او حاضري نه لاسليک کوي.
سيد منصور نادري او انجنير عبد الغفار بيا هغه وکيلان دي، چې د ناروغۍ له کبله تر پنځوسو ورځو جرګې ته نه دي ورغلي.
دغه معلومات څرګندوي، چې د وکيلانو له منځه هيڅوک داسې نه شته، چې د جرګې ټولو غونډو ته دې ورغلی وي، ځکه نو جرګې په هيڅ غونډه کې نصاب نه دی پوره کړی. د ۲۵ سلنه وکيلانو غیرحاضري له حاضري ډېره او ۲۰ سلنه نورو بيا يوازې ۸۰ سلنهحاضری پوره کړې ده.
د جرګې ځينو غړو سرچينې ته ويلي، چې د همدې وکیلانو د نه راتګ له کبله موږ رايه نه شو اخيستی اوغونډې پرته له پايلو پای ته رسېږي. د کابل استازي حفيظ منصور څرګنده کړې، چې ځينې وکيلان په رسمي وخت کې د جرګې له غونډې بهر ناست وي او د خپلې شخصي سوداګرۍ پر معاملو بوخت وي.
خو پارلمان کې د هرات د خلکو استازي فرهاد مجيدي دا ستونزه د حکومت پر ناسمو کړنو پورې تړلې ده، چې جرګه يې هم په وړاندې بې پروا شوې ده.



