په هرات کې د يو سوځېدلي ځوان مړی موندل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۳) الماس خدرخیل
د هرات ولايت د روغتون يو تن مسئول محمد رفيق شيرزي رسنيو ته ویلي، چې تېره شپه د يو شل کلن ځوان مړی وروړل شوی چې ټول سوځېدلی دی.
شیرزی زياتوي چې د نوموړي جسد ورته د “شهرک معلمین” له نږدې ساحو نه وروړل شوی او تر اوسه يې هويت نه دی په ډاګه شوی.
په ورته وخت کې د هرات د پوليسو وياند عبدالرؤف احمدي وايي، چې تر دې دمه معلومه نه ده، چې دا سړی څه ډول سوځېدلی دی.
د هغه په وينا دا سوځېدلی جسد د هرات د پوليسو له لوري کشف او روغتون ته وړل شوی دی.
هغه وویل، چې لا هم د نوموړي نږدې خپلوان او يا کورنۍ يې ورسره تماس نه دی نيولی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو شلو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې د وسلوال غلو او قتلونو پېښې ډيرې شوي دي.
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم د دغه ولايت په مرکز کې د وسلوالو غلو له خوا د انجينرۍ پوهنځي يو تن ۲۵کلن محصل په ډزو سره ووژل شو.
د هرات اوسېدونکي وايي، چې د وسلوالو غلو او غير مسؤله وسلوالو له فعاليت نه په تنګ راغلي او حکومت يې هم په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.



