ډېر خلګ ګور ته کښته شول!

احمد جنید مبارز

د مستقبل (راتلونکي) په امیدونو ډېر خلګ ګور ته کښته سوه، لیکن افسوس چې هیڅ یې هم ونه کړه، همدا تشې وعدې وې چې ځان ته یې ورکولې، کلونه ورباندي تېر شول، خو سهار یې په سترګو ونه لید .

نن ورځ په خوشحالۍ تېره کړه، کار او کسب ته دومره وخت مه ورکوه چې نور فرائض درڅخه وځنډیږي، یو ګړی راسه په کور کې ارام وکړه، له میرمنې او اولادونو سره وخانده او د خوښۍ خبرې ورسره وکړه، الله تعالی فرمایي: ما چې تاته څه درکړي دي، هغه واخله خوند یې وګوره او سمدستي په شکر وېستلو پیل وکړه، سبا ته ولې د شکر وېستل ځنډوې؟

فَخُذْ مَآ ءَاتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشّٰكِرِينَ (سُوۡرَةُ الاعرَاف) (144)

(نو څه چې زه درکړم، هغه واخله او شكر اداء کړه)

کله چې تا د ماضي (تېر وخت) غمونه، دښمنۍ او واقعات هېر کړل او د مستقبل په وعدو ونه غولېدې، له چا سره دې حسد او بغض ونه کړ او نه د شیطان تر جادو لاندې راغلې، په دې فکر که مې په کاروبار کې دوکه ونه کړه، خیانت مي ونه کړ، غلا مې ونه کړه، د بل حق مي تر پښو لاندې نه کړ، ټوله ورځ او شپه مې کار ته ور و نه ایستله، نو غریب به سم، خوار او ذلیل به سم او سبا به څه شی خورم او څښم؟!

که د شیطان په دغو غلطو خبرو دې سر ونه ګرځاوه،  نو یقیناً پر تا به دغه ورځ په ډېري خوشحالۍ، سکون او اطمنان تېره سي، پر دماغ به دي بوج کم سي، له ژونده به خوند واخلې او د شکر ویستلو موقع به په لاس درسي .

نن چي تاته خوږې اوبه او خوندوره ډوډۍ په لاس درغله او تا خوند ځنې واخیست، نو تا ته د پرون تروې اوبه او بې خونده ډوډۍ نن ورځ څه تاوان کوي چې فکر ورباندي خرابوې؟! او سبا ورځ چي تر اوسه عدم ده او په سترګو دي نه ده لیدلې، ولي یې غمجن کړی یې؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button