امریکا د دیرش زره خیالي سرتیرو معاشونه په افغانستان بند کړل

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) صابر خپلواک
رشد خبري اژانس په خپل راپور کې لیکلي؛د امریکا دفاع وزارت د ۳۰ زره هغو سرتیروچې د بایومټریک په سیستم کې ثبت وو، د جنوري میاشتې را په دې خوا یې معاشونه بند کړي دي .
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې به صرف د هغوسرتیرو معاشونه ورکول کیږي چې د بایومټریک په سیستم کې ثبت شوي وي.
د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي ریچارد کیزر ویلي چې ددې تصمیم په عملي کولو سره به د میاشتې د میلیونونو ډالرو د ضایع کیدو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه: چې د جنوري میاشتې را په دې خوا به امریکا تنها د افغانستان هغو سرتیرو ته معاشونه ورکوي، چې د بایومټریک په سیستم کې ثبت وي، او د نظامي قواو کارت ولري .
د امریکا دغه لوړ نظامي مقام ویلي چې په اول قدم کې موږ باید پوه شو چې څومره شمېر واقعي سرتیري د افغانستان په نظامي قواو کې شتون لري، او دوهم باید دا مشخص شي چې هغوی په خپل ځای دي که د نظامي قواو له لیکو جلاشوي دي .
وال ستریت ژورنال خبر ورکړی: هغه پیسې چې امریکا او ناټو یې د افغانستان د سرتیرو حساب ته لیږدوي، هر کال پنځه میلیارده ډالرو ته رسیږی، چې د پنټاګون په دغه تصمیم به د زیاتو ډالرو د ضایع کیدو مخنیوی وشي، لیکن د افغانستان دفاع وزارت ویاند ویلي، چې تر اوسه پنځه میلیارده ډالر دفاع وزارت ته نه دي ورکول شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت د خیالي سرتیرو شتون ردوي .
د افغانستان دفاع وزارت د ویاند معاوند رادمنش ویلي وو، چې د سرتیرو د ثبت کولو پروسه به د بایومټریک په سیستم کې جاري وساتو ولې په نظامي قوو کې خیالي سرتیري هېڅ نشته.



