امريکا افغانستان جوړوي خو جهادستان له منځه وړي

سرلیکنه

افغان  ولسمشر اشرف غني،عبدالله او د دې دواړو پلویان دامریکا د رخصت شوي جمهوررئیس اوباما ووروسته ټرمپ ته په تمه دي  چې د تیروجمهوررئیسانوپه څیرافغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي، یوه میاشت د مخه ټرمپ داشرف غني سره په تليفون کې د امریکا لخوا افغانستان سره په خپلو ژمنو دټینګار یادونه وکړه او اشرف غني ته ېې د خپل لوري ډاډ ورکړ.

ټرمپ څلورکاله د مخه د یپلومات رسنۍ سره په مرکه کې ویلي ووچې امریکا باید خپل عسکر له افغانستانه ستانه کړي او هغه پیسې چې د افغانستان د رغونې لپاره يې لګوي باید دننه په خپل کور کې ولګوي.

وروسته یوشمیر بهرنیورسنیو دټرمپ دغه نظرته په کتوسره د ټرمپ ویناته اشاره کړې وه چې ټرمپ دغه نظرکې خپل جیو پولیټیک تاوان درک کړی دی که څه هم ټرمپ به د کمپاين په لومړيو کې ویلي وو چې له افغانستانه به خپل عسکر راباسي دايې هم ويلي وو افغانستان به ابادووخودبې ځايه لګښتونومخه به هم نيسو.

امريکايي چارواکو تل د افغانستان په اړه د سي،آى،اى په پاليسۍ عمل کړى دى څه کړنلاره چې سي،آى اى په افغانستان کې خپله کړې ده ټرمپ او له ټرمپه وروسته که هر جمهور رئيس حکومت پيل کړي د افغانستان او يوشمير بهرنيوهيوادونوپه اړه به دامريکا پاليسي  دسي،آى ،اى پاليسي وي.

دافغانستان په اړه دسي،آى ،اى په پاليسۍ د ډونالډ ټرمپ ټینګار او په دې وروستیو کې هلمند ته د درې سوه امریکايي سرتیرو استول دواړه څرګندوي چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان د ثبات لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي خوافغان چارواکي بايد وار له مخه په دې پوه شي چې امريکا به اوس دتيرپه څيرپه افغانستان کې خپل په ميليونونه ډالر لګښونه ونه کړي او کرار کرار به دعراق په څير ځان له افغانستانه راټول کړي.

دابه ومنو چې ناټوپه افغانستان کې د پوځي ماموريت موده  پوره کړه او مالي ځاني تاوانونه یې وګالل خو ډیپلوماټ زیاتوي چې سره له دې چې امریکا په افغانستان کې تر ټولو مهم نړیوال لوبغاړی دی خو له جیوپولیټیکې اړخه واشنګټن د افغانستان د امنیت په ټینګولو کې تر ټولو کمه ونډه لري او په لومړي قدم کې د افغانستان ګاونډي هیوادونه باید په دې هکله کوښښ وکړي چې خپل رول دګاونډيوپه شکل  کې زيات کړي څو څرګنده کړي چې د افغانستان له سیاسي صحنې څخه د ګاونډیو د ایستلو لنډ نظرد سيمې اوګاونډيانو په تاوان دى.

دافغانستان امنيتي حالاتو ورځ په ورځ مخ په خرابيدو دي خو د داسې یو ريښتوني ائتلاف رامنځته کول چې ټول غړي یې د افغانستان ثبات، خپلواکي او امنیت ته ژمن وي د امریکا لپاره به ستونزمنه مسئله وي .

امريکاپه افغانستان کې ترهغې د امنيت لپاره کارکوي څو امريکاپلوي افغانان په افغانستان کې موجود وي خو په افغانستان کې د جهادستان مخالفت په دي کوي چې مجاهدينو روسانو ته ماتي ورکړه امريکاته هم ماتې ورکولاى شي.

که د امريکا سره په افغانستان کې د مجاهدينوويره نه واى نن به په افغانستان کې امن وای داکومه ګډو وډي چې روانه ده په دې کې دامريکاپاليسي داده چې تراوسه پورې امريکا له افغانستانه ډاډ نه لري اوس هم وسره ويره شته چې هسي نه مجاهدين په افغانستان کې واک ترلاسه کړي داکه د طالب په جامه کې وي اوکه د پخوانيو مجاهدينوپه جامه کې امريکا ته دواړه مجاهدين دي ځکه افغانستان جوړوي خو د جهادستان په له منځه وړلو کې په ميليونوډالرپوځي لګښتونه کوي.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. ستاسی عنوان راته له لوستلو د مخه داسی معلومیده لکه یو نامسلمانه او غلام افغان چه لیکلی وی ( هیله لرم چه خوابدی نه شی ) کله چه می لیکنه تر اخره ولوستله او تر ټولو اخری پروګراف ته راورسیدلم او ستاسی دا جمله می ولوستله چه
    ( که د امريکا سره په افغانستان کې د مجاهدينوويره نه واى نن به په افغانستان کې امن وای داکومه ګډو وډي چې روانه ده په دې کې دامريکاپاليسي داده چې تراوسه پورې امريکا له افغانستانه ډاډ نه لري اوس هم وسره ويره شته چې هسي نه مجاهدين په افغانستان کې واک ترلاسه کړي داکه د طالب په جامه کې وي اوکه د پخوانيو مجاهدينوپه جامه کې امريکا ته دواړه مجاهدين دي ځکه افغانستان جوړوي خو د جهادستان په له منځه وړلو کې په ميليونوډالرپوځي لګښتونه کوي)
    هیله مند او خوشاله شوم ، چه تاسی هغه څوک نه یاست چه ستاسی د لیکنی له عنوان څخه می ژباړلی.
    اصل مطلب :
    امریکا د غره د زوراورو غوښه خوړونکو حیواناتو فطرت لری ، هغوی چه کوم حیوان راونیسی هغه حیوان چیغی وهی او څه ناڅه مقاومت ښکاره کوی ، هغه غوښی خوړونکی د زړه سوی په ځای د هغه بیچاره حیوان چیغی او مقاومت ورته لا ډیره سرغړونه ښکاری هماغه حیوان یی په نظر کی دهشتګر معلومیږی چه د هغه د فطرت تقاضا نه ترسره کوی . مګر دا هم باید په یاد وساتو ، دغه غوښه خوړونکی ( وویشه حکومت وکړه ) د قارمول له مخی هغه معصوم حیوانات لمړی یواځی کوی بیا ورباندی یرغل کوی او اشغالوی یی: کله کله دا هم وینو چه ځینی حیواناتو کی همت او زړورتیا وزیرږل شی له هغو ظالمو حیواناتو خپل ملګری یا بچیان ژغورلی هم شی ژغورل څه چه هغه وحشی حیوانات وژلی هم شی ، جتی هغه یو حیوان هم کله دځان دفاع کولی شی او کله کله حتی هغه وژنی په دی اړه لری چه له جنګی څرنګه وسیلو کار اخلی او څومره د جسم پیاوړتیا او زړورتیا لری .
    دا جنګ د امریکا اولنی جنک نه دی او نه به اخری جنګ وی ، امریکا او د امریکا په شان ورته استعماری قدرتونه په ځانګړی ډول د دوی پلرونه او نیکونه ( انګریزان ) او نور اروپایان د دی جنګو مخکشان او شرمخان دی .
    کله کله د دوه ګاونډو هیوادو تر منځ تصادفی یا د خاوری او نورو ګټو به سر جنګ پیلوی ، دیر ځله د تفاهم او منځګړیتوب په واسطه حل شی ، مګر دغه استعماری جګړی تصادفی او د کوم حق او حقوقو له مخی نه وی ، کله کله ورته دوی همداسی رنګ او خوند جوړوی ( لکه د سپټمبر داخلی او مصنوعی فاجغه ) مګر حق او باطل خامخا سره تفکیک کیږی ، د سپتمبر پیښه د لمر له حقیقته هم ډیر پوخ حقیقت دی یعنی د سپتمبر د پیشی په جعلیت دومره اسناد دی لکه څړک چه د پولیس په مخ کی څوک ووزنی د سترګو لیدلی حال وی
    اوسنی جګړه د استثمارولو او غلامولو حګړه ده ، بی د لاسپوڅو او ګوداګیانو ممکنه نه ده ، ستاسی خبره تر هغی به دوام لری چه لاسپوڅی یا امریکا پلویان یعنی غلامه اداره پیاوړتیا ولری . مګر څومره چه معلومیږی د غلامی اداری مثال د هغه ودانی دی چه د امریکا په اوږو هوا کی جوړه شوی وی . هره ثانیه چه امریکا اوږه خالی کوی ودانی به په زمکه لویږی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button