د واورو له امله د سالنګ لار تړل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۴) الماس خدرخېل
د افغانستان شمالي ولايت بغلان چارواکي وايي، د سختو واورو اورېدو له امله د سالنګ لار د مساپرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ سيمې د ساتنې مسئولين وايي واوره او توپان دوام لري، دوی زياتوي چې کله د واورې اورښت کم شي، د لارې د بېرته پرانيستلو کار به پيل کړي او دغه لار به د ترافيکو پر مخ پرانيزي.
د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنيو ته ویلي، چې دغه لاره د نن سهار را هیسي د احتمالي پيښو د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه تړل شوې او له دواړو خواو موټرو ته د تللو اجازه نه ورکول کېږي.
ويل کېږي په دغه لار هره ورځ په زرګونو موټر تګ راتګ کوي او په افغانستان کې يوه له مهمو لارو ګڼل کېږي.
څو کاله وړاندې د سالنګ په جنوبي برخه کې د سخت وارورين توپان او واورې ښوېدو له امله ۱۹۰ کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپيان شوي وو.
د سالنګ تونل ۲ اعشاريه اووه کيلومتره اوږدوالی لري او د هندوکش غرونو په لړۍ کې له بحر څخه ۳۹۵۰ متره جګوالی لري او دغه لار د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.



