د پاکستان په ډيره اسماعيل خان کې چاودنې ۶ پاکستاني سرتيري ټپيان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) الماس خدرخیل

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د پاکستان په ډيره اسماعيل خان کې د دغه هېواد د سرحدي پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې له امله يې ۶ تنه سرتيري ټپيان دي.

ويل کېږي، چاودنه د ډيره اسماعيل خان د ټانک په سيمه کې د ځمکني ماين په واسطه رامنځته شوې ده.

سيمه ييز پوليس وايي، چې ټپيان يې د تداوۍ په موخه روغتونونو ته لېږدولي دي.

تر اوسه د مړو شويو سرتيرو په هکله څه نه دي ويل شوي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ د کرم ايجنسۍ د پاړه چنار په يوه شيعه ميشته سيمه کې په يوه مونډيي کې چاودنه وشوه، چې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر دې دمه د دې چاودنو مسئوليت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ځينو چاودنو مسئوليت د تحريک طالبان پاکستان ډله په غاړه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button