ډونالډ ټرمپ له نتنياهو سره د ايران د اټمي موافقې په اړه خبرې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۴) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره د ايران د اتومي موافقې او يو شمير نورو موضوعاتو ټيليفوني خبرې کړي دي.
د اسرائيلو د لومړي وزير د دفتر خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې ټرمپ نتنياهو ته د امريکا د وتللو بلنه هم ورکړې ده.
ټاکل شوې ده، چې نوموړی به په راتلونکې مياشت کې واشنګټن ته د ټرمپ د کتلو لپاره ورشي.
اسرائيلو ويلي، چې د خبرو اصلي موضوع د ايران د اتومي موافقې او د فلسطينيانو سره د سولې پر سر وه.
د سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دواړو مشرانو د “ایران د ګواښ” په ګډون پر ځینو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړې او د نژدې همکارۍ د غځولو ژمنه یې وکړه.
ويل کېږي دواړو مشرانو له ایران سره شوې اتومي هوکړه “بده” بللې، خو د ټرمپ په اداره کې د امریکا نوي دفاع وزیر جیمز ماتیس د پرځای ساتلو ټینګار کړی دی.
نتنیاهو د امريکا مخکيني ولسمشر اوباما سره د ايران په اړه خبرې پيل کړې و، خو د فلسطينيانو د اشغال شويو سیمو کې د اسرائيلي ودانيو جوړولو دا خبرې يو څه ټکنۍ کړې.
د نړیوالو قوانینو او له پنځو لسیزو راهیسې د امریکا د دولت دریځ دا دی چې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو اشغال شوې خاوره ده، خو ټرمپ د ټاکنيز کمپاين پر مهال ويلي و، که دی واک ته ورسېږي د امريکا سفارت به بيت المقدس ته ولېږدوي.
فلسطيني چارواکي وايي، که امریکا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني او خپل سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته ولېږدوي، دا کار به د دوه ولسونو ترمنځ بل شوي اور ته لا نوره لمن وهل وي.
د يادونې ده، چې نیم میلیون یهودان په هغو مېشت ځایونو کې اوسېږي، چې اسرائیلو په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې جوړ کړي.
دغه مېشت ځایونه او مېنې د نړیوالو قوانینو پربنسټ بې قانونه دي، خو اسرائیل یې نه مني.



