د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند غوڅ برى ترلاس کړ

(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱۰ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان
تېره ورځ د نوامبر په لومړۍ نېټه د ترکيې په پارلماني ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند اکثریت ترلاسه کړ .
د لومړنیو غیر رسمي شمېرو له مخې د عدالت او پراختيا ګوند د ٪۴۹.۳ سلنې رايو په ترلاسه كولو سره د تركيې د پارلمان له ۵۵۰ چوكيو څخه ۳۱۶ چوکۍ ګټلي دي .
احمد داود اوغلو د ترکيې لومړي وزير په مشرۍ ګوند د حكومت د جوړولو لپاره د پارلمان ۲۷۶ غړو رايو ته اړتيا لري چې په اسانۍ سره كولاى شي چې د راتلونكو ۵ كلونو لپاره د حكومت ټولې چارې په لاس كې واخلي .
په دغو ټاکنو کې د عدالت او پراختيا د ګوند مخالفو ټولو ګوندونوماتې وخوړه په خاصه توګه د تركي ملتپالو او كردي ملتپالو ګوندونو .
د ترکيې په تېرو پارلماني ټاکنو کې چې د ۲۰۱۵میلادي کال د جون په ۷ نېټه ترسره شوې وې د عدالت او پراختیا ګوند د رایو کچه په دغو ټاکنو کې ۹٪ سلنه لوړه شوې ده .
دغه راز په تېرو ټاکنو کې د وکیلانو شمېره ۲۵۸ اعلان شوې وه او اوس په دوهم پړاو ټاکنو کې د وکیلانو شمېره ۳۱۶ ته لوړه شوې ده .
د نورو پاتې ګوندونو د رایو شمژره په لاندې ډول ښودل شوې ده :
۱ : د خلكو د جمهوري ګوند CHP : ٪۲۵.۴ سلنه :۱۳۴ وکيلان .
۲ : د ملتپاله غورځنګ ګوند MHP:٪ ۱۲ سلنه : ۴۱ وکيلان .
۳: د خلكو ديموكراتيك ګوندHDP: ٪۱۰،۵ سلنه : ۵۹ وکيلان .



