کندهار شاولیکوټ کې طالبانو د یوه بريد په نتیجه کې له محلي پولیسو پوسته نيولې

(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان

طالبان وايي دکندهارولایت شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د کوندلان په سیمه کې يي د سیميزو پولیسو په یوه پوسته و سلوال بریدترسره کړی چې په پايله کې يي پوسته په ټولیزه توګه نيولې ده.

دغه راز طالبانو ويلي دي چې، پولیسو د تلفاتو په لیدو سره له سيمې څخه پښې سپکې کړې او د محلي پولیسو ۶ تنه جسدونه اوس هم د جنګ په ډګر کې پراته دي .

د یادونې وړ ده چې طالبانو په یاده پوسته کې ۷ موټر سائکلان سوځولي، ۶ ميله وسله ، ۴ پايې مخابرې او په لویه پیمانه مهمات يي لاس ته ورغلي دي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button