خوست: د بهرنیانو په پوځي هوایي اډه وسلوال برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۱) الماس خدرخېل
د خوست ځايي چارواکو ویلي چې دغه نښته ۲:۳۰ دقیقې له غرمې وروسته نن له هغې وروسته رامنځته شوه چې یوه بریدګر په یوه موټر بم کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکې یې د خوست د پوځي هوايي ډګر د ختیځې دروازې په مخکې وچاودول او د نورو بریدګرو لپاره یې لاره پرانیسته.
ویل کېږي چې په دغه هوايي ډګر کې ډېری پوځيان بهرنیان دي.
د خوست په هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته نښته دوام لري.
چارواکو تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ویل کیږي له برید څو شیبې مخکې په دغه اډه توغندي وار شول.
په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا د واسکټ بم برید ږ شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.
تر اوسه کومې ډلې د دي برید مسؤلیت نه دی منلی.



