د عالم په جامه کې شيطان

ليکوال : امين وردګ
نوره ستونزه نشته لوستونکو ! فقط شيطان د عالم جامه اغوستې ده او خلک تېرباسي ؛ کنه عالم (رح) خو همغه امتياز لري ؛ کوم چې : الله (ج) او د هغه پاکو استاذو (عليهم السلام) ور کړى دى.
عالم د الله په ټول مخلوق برتري او بهتري لري.
هېڅوک د عالم سره نه برابريږي.
راځو مطلب ته :
کله چې يهودو ، نصاراوو ، مجوسو او ملحدينو _د اسلام په وړاندې_ د اتحاد لاسونه سره ورکړل ؛ نو ټولو ښکېلو خواوو يې ؛ علم او عقل په کار واچول ؛ تر څو د اسلام او مسلمانانو سټه وباسي ؛ خو دا کار آسانه نه ٶ !
دوى له پخوا وختونو څخه دا تجربه لرله ؛ چې د مسلمانانو سره مقابله او (مخامخ) مجادله سود نه لري ؛ نو بايد د (خوب رګ) يې پيدا کړي !
همغه وو چې دوى د مسلمانانو سرکښ او مقتدا پيدا کړ ؛ چې هغه ((عالم دين)) دى.
دوى پوه شول ؛ چې هر ساده لوحه مسلمان د ديني عالم هره کړنه روا بولي (اګر که ناروا هم وي !)
نو دوى ډېره پانګه په همدې لاره کې ولګوله ؛ تر څو د ديګ مالګه بد بويه کړي.
ځينې (مجهول الهويه) خلک يې اول جوړ کړل ، بيا يې د عالم جامې ور واغوستلې او ټولنو ته يې له تسبو ، سپينو پګړيو ، سپينو جامو او پاکو ښکلو ګيرو سره وړاندې کړل ؛ تر څو د اسلامي ټولنو واګې په لاسونو کې واخلي او دوى خپلو شومو اهدافو ته ځانونه پرې و رسوي .
خو “لله الحمد” اسلامي ټولنو داسې ويښ بچي ساتلي دي ؛ چې ښه په ميړانې سره د غربيانو منحوث پلانونه شنډ کړاى شي ان شاءالله .
ويښ ځوانان او ريښتيني مشران د اسلامي وحدت تر توغ لاندې سره راټول شول ، خپل زنګ وهلي ټوپک يې را واخيستل او د غرب آرمانونه يې له خاورو سره خاورې کړل الحمدلله.
مګر د (ابليس شاګردانو) اوس بيا په بله نقشه کار پيل کړى دى !
نورو شيطانانو ته يې د ملا او عالم جامې ور اغوستې او هغه کارونه پرې کوي ؛ چې يو ځل بيا د دې پاک قشر رنګ پرې خچن کړي !
پوهېږئ چې دا خلک څوک دي ؟
((د چرسو کارباريان.
د ترياکو کارباريان.
د پوډرو کارباريان.
(په ناروا ډول) د زکاتونو اخيستونکي.
(د مجاهد په لباس کې) غلا کوونکي.
(د مجاهد په جامو کې) وينې پلورونکي.
(د مجاهد په جامو کې) د کفر راپورچيان.
(په ناحقه) د فديو اخيستونکي.
د سود (ربا) د پاره حيله جوړوونکي.
(د کومک په نوم) ريشوة اخيستونکي.
(د عيانې په نوم) پيسې شکوونکي.
(د خپلو ګټو په پار) حق پټوونکي.
(بدون له قرأت زده کولو) امامت کوونکي.
(پرته له احکامو زده کولو) ځانته د امامت مستحق ويونکي.
(پرته له کره معلوماتو) فتوا ورکوونکي.
(پرته له شواهدو او کره اسنادو) فيصله کوونکي.
غرب ته مائل.
د غربي نظام پلويان.
له جهاد او قتال نه مخ اړوونکي.
تورو ته سپين او سپينو ته تور ويونکي.
د بل د قدرت او دولت متأثره.
پرته له (اشدې) اړتيا څخه سوال کوونکي.))
دا ټول هغه شياطين دي ؛ چې د عالم او مجاهد په جامو کې ننوتلي او اسلامي ثقافتونه له منځه وړي !
زه په اتلو مجاهدينو ، په ټولو با احساسه ځوانانو ، د قومونو په مشرانو ، د مدارسو په طلبة کرامو ، د جوماتونو په امامانو ، د مدارسو په استاذانو ، د مکاتبو په معلمينو او شاګردانو ، د پوهنتونونو او انستيتوتونو په استاذانو او محصلينو ؛ په وروڼو او خويندو باندې غږ کوم چې متوجه شئ !
راتونکي نسلونه مو تباه کيږي ګورئ !
د غربيانو پلانونه شنډ کړئ .
که نن د نشه ئي مردارو توکو د ((مردار کاربار)) د جواز د پاره مفتيان پيدا شوي دي ؛ نو زه يقين لرم چې سبا به د دې مردارو موادو د (استعمال) د پاره هم ((مفتيان)) پيدا شي.
هېڅ عقل داسې فتوا نه شي منلاى : چې د هغې (فتوا) له امله مو خپل مٶمن ورور او د هغه نازولى فاميل _پرته له کوم جرم څخه_ تباه شي.
بهانې مهانې پرېږدئ !
آيا ستاسو په لاسونو کرلي چرس ؛ تاسو په خپله ! په چرسيانو نه پلورئ اې شيطانانو ؟.
آيا تاسو _د خپل پټي_ ترياک په نشيانو نه پلورئ ؟.
آيا تاسو خپل ترياک په هغو قاچاقبرانو نه پلورئ : چې پوډر ترې جوړوي ؟.
اصلاً همدا (تاسو) ياست چې د اسلام په بنياد پسې مو کولنګ را اخيستي دى.
په اسلام کې خو هېڅ داسې نکته نشته : چې څوک د انتقاد ګوته ورته جيګه کړي ؛ خو تاسو ارزال يې نوم بدوئ.
ربه ته خو د اسلام په خاوره يو ريښتينى اسلامي نظام حاکم کړه !
ربه ته مو د حق سنګر بريالى کړه !
ربه ته مو واقعي مجاهدين خپلو اهدافو ته ورسوه.
ربه ته مو شهدا قبول کړه.
ربه ته خو دا د کفر مزدور او اجير حکومتونه رانه واخله.
ربه دا ګډې وډې فتواګانې راته وسوزوه ؛ تر څو يې له امله نور زموږ بچيان و نه سوزيږي !
اې ! پام ګورئ : چې د نړۍ ټول کتابونه راټول کړئ ؛ زه هغه فتوا نه منم ؛ د کومې فتوا له امله چې (بې ګناه انسان) په اورونو کې لولپه کيږي ؛ ځکه چې زه مسلمان يم او په اسلامي کتوبو کې داسې فتوا نشته .
اسلام يوازې مجرمينو ته جزا ورکولاى شي ، نه بې ګناه کسانو ته !
نو هسې فتواګانې مه راته وړاندې کوئ ؛ زه يې نه منم ، نه يې منم ؛ دا ستاسو کتابونه دي ؛ شريعت ته يې مه منسوبوئ.



