کابل کې د روسيې سفير: امريکا او ناټو افغانستان لا پسې بې امنه کړ

کابل ټکی کام ۱۳عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
په کابل کې د روسيې سفير په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي، چې امريکا او ناټو د دې پر ځای چې افغانستان ته امن راوړي، دغه هېواد يې نور هم نا امنه کړی دی.
د روسيې سفير الکساندر مانتېڅکي ويلي دي، چې امريکا او ناټو په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې خپله دنده په سمه توګه سر ته نه ده رسولې.
د هغه په وينا په افغانستان کې د امريکا د څوارلس کلن حضور پر مهال نه يوازې افغانستان ته امن رانغی، بلکې دغه هېواد لا ناامنه شو.
الکساندر وايي، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، ډاډ ورکړی، چې که افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د روسيې ملاتړ ته اړتيا لري، روسيه دغه کار ته تياره ده.
په داسې حال کې چې شنونکي په افغانستان کې د امريکا او روسيې يوې تازه جګړې پيلېدو ته اشاره کوي، خو روسي سفير ويلي دي، چې روسيه نه غواړي په افغانستان کې له امریکا سره جګړه وکړي بلکې د همکارۍ غوښتونکې ده



