په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی د ځمکو په غصب کولو باندې تورن شوی دی

کابل ټکی کام ۱۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي د رسنیو له لارې خبر ورکوي چې د دغه ولایت د خلکو استازی د ولسي جرګې وکیل حاجي محمد اکبر ستانکزی سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.
د یاد ولایت امنیه قوماندان ښاغلی مل پاسوال محمد داوود احمدي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازی حاجي محمد اکبر ستانکزی د سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې، او پرې یې استوګنیز کورونه جوړ کړي دي.
ښاغلي احمدي په غونډه کې اکبر ستانکزی نه یوازې د ځمکو په غصب کولو، بلکې د کرومایټو، نشه یي توکو په قاچاق او په وسلوالو بریدونو هم تورن کړ.
داوود احمدي وايي چې د کرنې او عراضۍ ادارو لخوا ورته په ورلېږل شوي راپور کې د ۱۰۴۶ غاصبینو نومونه ذکر کړي دي، چې لږ تر لږه ۳۰ زره جریبه ځمکې یې غصب کړي دي.
همدا راز نن سه شنبه د اکټوبر په ۳مه باندې د د لوګر ولایت د دولتي ځمکو غصب شویو د کورونو د ورانولو کمپاین په وړاندې لاریون هم وشو چې د یو څه وخت لپاره یې د لوګر د ولایتي شوراء دروازې هم وتړلې.
ویل کیږي چې د دغه لاریون د دغه ولایت د مرکز پل عالم اړوند کارت مامورین او د سیمې سلګونه اوسېدونکي یې له ګډونوالو څخه وو.
لاریون کوونکو ادعا کړې ده چې له تېرې ورځې څخه د دغه ولایت امنیتي ځواکونه د دوی سلګونه کورونه نړوي او تر دې دمه پورې دغه کمپاین روان دی.
خو د لوګر د والي ویاند ښاغلی سلیم صالح رسنیو ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د ولسمشر د ۴۵ګڼې د فرمان په عملي کولو د غاصبینو له لورې پر دولتي ځمکو جوړ شوي استوګنیز کورونه نړولي او لا هم یې نړوي.
صالح د لاریون کوونکو په هکله وویل چې دوی هیڅ ډول قانوني اسناد په لاس کې نلري.
صالح هم د دولتي ځمکو غصب کوونکي ځیني وکیلان، پخواني جهادي قوماندانان او لسګونه زورواکان وبلل.
خو د مرکز پل عالم اوسېدونکیو رسنیو ته ویلي دي چې دوی په لاس کې اسناد لري، خو کورونه یې ړنګیږي.

له بلې خوا په اکبر ستانکزي باندې لګېدلي تورونه د ده د نږدې خپلوانو او د لوګر د ولایتي شوراء د رئیس حسیب الله ستانکزي له لوري رد کړی شوي دي.



