طالبانو هلمند مارجه کې ۱قرارګاه،۲پوستې نيولي ۴ موټر او ګڼ شمېرمهمات يي ولجه کړي دي

(کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)
هلمند ولایت نه په تازه خبرکې راغلي دي چې د ياد ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند تروو اوب ددښت په سیمه کې د افغان ځواکونو محاصره شوې ۱ قرار او ۲ پوستې بیګا شپه د یوه وسلوال بريد په پايله کې د طالبانو لاس ته ورغلې .
او همدارنګه طالبانود چورچراهي ،ملادوست محمدچراهي ،کرو چراهي اونوري سیمي له امنیتي چارواکو څخه په ټولیزه توګه تصفیه کړي .
ویل کیږي چې اوس مهال طالبان دلوی چراهي پرلوري چې دهمدې ولسوالۍ مرکز اوامنیه قومندانۍ پکې موقعیت لري د پرمختګ په حال کې دي .
باید وويل شي چې په دغې جګړه کې له افغان امنيتي چارواکو څخه طالبانو ۳ رینجرموټر، یو کرولا موټر، یو S.P.G 9 توپ له ، ۲ دهشکې ، یوامریکايي ثقیل ، یوراکټ ، اونور ګڼ شمېر مهمات لاس ته ورغلي دي .
طالبانو دغه راز ويلي دي چې، افغان امنتي چارواکوته يي دروند ځاني اومالي زیان اړولی د قومندان شاه ولي په ګډون یو شمېر وژل شوو عسکرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي .
خو حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي .
محمدسميع سعادت



