هلمند: نهر سراج کې دوو پولیسو په پوسته کې خپل ۴ څلور ملګري وژلي او وسلې يي طالبانو ته رسولي دي

(کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)
د هلمند ولایت کریشک ولسوالۍ اړوند دنهرسراج د سره شاخ دطبلي په سیمه کې د پولیسو په پوسته کې ۲ تنو پولیسو دخپلو ټوپکو شپیلۍ په پوسته کې میشتو ملګرو باندي راواړولي چې په نتیجه کې ۴ تنه پولیس قتل او سمدستي پوستې ته طالبان ورغلي او پوسته يي په مکمل ډول نيولې .
دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې ده .
پوسته کې د طالبانو لاس ته ۲ ثقیلان،۱ راکیټ،۳ کلاشینکوفونه،۲ خفیف ماشیندار، یو موټرسائکل او زیات شمېر مهمات ورغلي دي .
حماس افغان



