د زابل ولایت مرکز کلات کې د ۴ ښونځیو په څلور دېوالۍ کار پیل شو

کابل ټکی کام ۱۳عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د زابل ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې د دغه ولایت مرکز کلات د ۴ ښونځیو لپاره د څلور دېوالۍ په جوړولو کار پیل شوی دی، د دوی له قوله چې د دې پروژې مالي لګښت د پوهنې وزارت په غاړه اخېستی دی.
د زابل والي محمد انور اسحاقزي په دغه ډول پرمختګونو خوښي ښکاره کړې ده.
دغه پروژې چې ۷۴لکه افغانۍ ارزښت لري، او په څلورو میاشتو کې به پای ته ورسیږي.
شنونکي وايي چې زابل یو له هغو ولایاتو څخه دی چې په رغولو کې یې دولت ورته هیڅ پاملرنه نده کړې، دوی وايي چې په دغه ولایت کې دا ډول پروژې ترسره کول د یاد ولایت د اوسېدونکو لپاره ښه زېری دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button