سويلي سوډان کې د مساپر وړونکې الوتکې لوېدو۴۰ تنه وژلې

(کابل ټکی کام :چارشنبه ،لړم ۱۳ ،۹۴ ۱۳ل)
د روسيې یوه بله مساپر وړونکې الوتکه د سویلي سوډان پلازمينه جوبا کې لوېدلې، چې ۴۰ تنه مساپر پکې وژل شوي دي .
د نړيوالو رسنیو د خبر په استناد روسې ساخت «انتونوف» ډوله باروړونکې الوتکه چې د سوډان سويل پلازمینه جوبا هوايي ډګرڅخه له الوتنې لږ ځنډ وروسته ولوېدله .
د چارواکو په وینا په الوتکه کې سپاره ۴۰ تنه مړه شوي او د ۲ تنو ژغورل کېدو خبر هم ورکړ شوی دی.
ويل کيږي چې د الوتکې سپارلي ډېری روسي وکړي دي، الوتکه د نیل په لوېدیځه څنډه کې لوېدلې خو معلومه نه ده چې الوتکه په ودانيو لوېدلې او که په شاړه .
د الوتکې د لوېدو اصلي لامل نده څرګند شوی، خو د سوډاني چارواکو په وینا لومړنۍ پلټي پیل شوي دي .



