کابل ټکی کام ۱۵عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د المان د کوز ساکسونیا ولايت د طبې مرکز مسؤولينو ويلي دي، چې د غاښونو پاکول د خولې بدبويي له منځه وړي.
د همدې لپاره دغه مرکز وايي، انسان بايد د ورځې يو وار خپله ژبه پاکه کړي، داسې چې ژبه راوباسي، او له وروسته برخې يې د مخکې برخې پر لور مسح کړي، سرچينه وايي خلک کولای شي په دې کار کې د غاښونو له برش يا هم بل داسې څه کار واخلي، چې ژبه پاکولای شي.
سرچينې زياته کړې ده، چې د ژبې د پاکولو تر څنګ د خولې روغتيا ته هم پاملرنه اړينه ده، داسې چې ژبه بايد په پرلهپسې توګه پاکه شي او د غاښونو تر منځ خاليګاوې ناپاکې پاتې نه شي.
ياد مرکز ويلي دي، که له دې سره سره هم د خولې بدبويي ورکه نه شوه، له ډاکټر سره دې مشوره وکړای شي.


















