ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د نوې هوکړې لپاره د ایران له لوري وړاندې شوې طرحه ورته د منلو وړ نه ده، خو د دواړو لورو ترمنځ لا هم د ټلیفون له لارې مذاکرات روان دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ زیاته کړې چې د ایران غوښتنې د واشنګټن له دریځ سره برابرې نه دي او ځکه یې منل ناشوني ښکاري. نوموړي د خبرو دوام مهم بللی، خو د جزئیاتو له شریکولو یې ډډه کړې ده.

بل لور ته، ایران تر دې وړاندې امریکا ته نوې طرحه سپارلې او ویلي یې دي، که واشنګټن خپله تګلاره بدله کړي، تهران د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو دوام ته چمتو دی.