(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۱۶ ،۹۴ ۱۳ل)
دوه امريکايي پولیس د «لوئیزیانا» ایالت کې د یوه شپږکلن ماشوم په قتل متهم شول .
ماشوم ج«رمی ماردیس» او پلاريي پلي روان وه چې د سه شنبې په شپه د یاد ایالت د مارکزويل په سیمه کې ورباندې ډزې وشوې .
په دغه وخت کې دوه پولیسو په دغه شپږ کلن ماشوم پنځه وارې ډزې وکړې .
چې په ډزو کې ماشوم ووژل شو او پلاريي سخت ټپي شو .

نوریس ګرين هاوس او درک اسټفورډ، دوه امريکايي مارشالان د امريکي د نظامي څارنوالۍ له لوري ونيول شول او اوس مهال د قضايي چارو وزارت توقیف ته اچولي دي.
دغه دوه امريکايي مارشالان چې د لوئیزیانا ایالت کې د دغه شپږ کلن ماشوم پلار چې یو عام ملکي وګړی وه له تعقیب لاندې کړی وه، چې د تعقیب اصل لامل يي نه وه څرګند او ډزې يي پرې وکړې .
یوه پولیس افسر مایکل ادمونسون په یوه خبري غونډه کې وويل چې دغه ماشو م سزا دغه وړ نه وه، او نوموړي ددغې پېښې ويدويي تصویرونو لیدو سخت خوابدی کړی دی.
محمد سمیع سعادت
















