کندهار کې د سرحدي پولیسو د وسلو په ډیپو کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۹) محمد طاهر

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو د مهماتو په یو ډیپو کې تیره شپه چاودنه شوې، چې له امله يې ډیپو کې ‌ډیری وسلې او مهمات له منځه تللې او د ۴ ډاکټرانو په ګډون شپږ پوځیان پکې ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ یو صاحب منصب غورځنګ افریدي امریکا غږ اشنا راډیو ته په خبرو کې  وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یوه اندازه مهمات په یو کانټینر کې ځای پرځای شوي وو، چې د هوا د ګرمیدلو له امله تیره شپه دغه مهمات چاودیدلي دي.

هغه وویل چې له چاودنې وروسته د جاودنې په ځای تر یو ساعته اورلګیدلی و، چې بیا وروسته د پولیسو د هڅو په پایله کې اور مړ شو.

د غه قرار ګاه چې چاودنه پکې شوې، دسپین بولدک د ۲۵ بستریز روغتون تر څنګ پرته ده، چې دغه روغتون ته یې هم زیان اړولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button