هرات: د اسماعيل خان پلويانو ۲ کسان وژلي او يو شمير ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۹) الماس خدرخېل

د هرات اوسېدونکي وايي، تيره شپه په دغه ولايت کې د پخواني قوماندان اسمعیل خان د پلویانو په هوایي ډزو کې دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د دوی په وينا، د قوماندان اسمعیل خان په سلګونو ملاتړي پرون ښار ته راوتلي و او د مجاهدینو د بري ورځ یي نمانځله.

دوی وایي، یادو کسانو وسلې درلودې او د اسمعیل خان تصویرونه یي له ځان سره لېږدول او هم یي هوایي ډزې کولی.
پولیس دغه پېښه تاییدوي او وایي چې په دې تړاو یي درې کسان نیولي دي.

د نورو ولايتونو په شمول هرات هم يو داسې ولايت دی، چې پخواني قوماندانان او چارواکي پکې نامسوله وسله وال ساتي او ځينې پخواني وسله وال پکې پراخ فعاليت کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button