کابل ټکی کام|۱۳۹۶وری ۳۰- وروسته له هغه چې په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر استازی احمد ضياء مسعود د اشرف غني په فرمان له دندې لیري شو، ضیاء مسعود ته نږدې کسان وایي چې نوموړی په داسې يوه طرحه کار کوي چې له مخې يې اوسنی ولسمشر اشرف غني لیرې شي او ولسمشریزو ټاکنو ته لار هواره شي.
د احمد ضیاء مسعود ویاند رحمت الله بیژن پور وایي چې احمد ضیاء مسعود د ”یو مؤقت حکومت د تشکیل“په طرحه باندې کار کوي. رحمت الله بېژن پور زیاتوي چې په راتلونکو څو ورځو کې به ”سیاسي مشران“ د ولسمشر اشرف غني د استعفا او د یوه لنډ مهاله حکومت د رامنځته کېدو پریکړه وکړي. بېژن پور وایي ”د نوې طرحې له مخې به موقت حکومت رامنځته شي او دغه حکومت به دنده ولري چې ولسمشریزو او د ولسي جرګې ټاکنو ته لاره هواره کړي.“
ارګ تر دې دمه په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.
دوه ورځې وړاندې اشرف غني احمد ضیاء مسعود په دنده کې د نه بریالیتوب له امله له خپلې دندې لیري کړ. احمد ضیاء مسعود په غبرګون کې وویل چې اشرف غني د ده د لیرې کولو واک نه لري او که اشرف غني خپل فرمان بيرته وانخلي نو په هېواد کې به کورنۍ جګړې ته لار هواره شي.


















