لیکوال: امین وردګ
آمریکایانو خپله مور د ملي اردو په مور ور واچوله او اوس ډنډورې ورته غږوي.
يا الله! دا څومره بې همته نظام د راکړی ؛ داسې نظام خو والله که له افغانستان سره مناسب وي.
زه وام چې ظالم د هم وای؛ خو چې لږ غیرت خو يې لرلای.
آمريکایانو يو ځل ادعا وکړه؛ چې د بمونو مور يې د دواعشو په پنډغالي ور اچولې ده او همدغه فاسد نظام چکچکې ورته بندې کړې او آتڼ يې ورته واچولو؛ مګر نن هغه دی په برملا نارې وهي چې دغه مور مو د دولت په مور د دې د پاره ور واچوله چې هغه پيتپزي کوريايان پرې و وېروو.
کور مو خراب شه! دا بې څښتنه مو یوازې افغانستان و ليدو چې مورانې مو پرې را غورځوئ؟
اې! اوس خو مو مور پرې راغورځولې ده خو چې خورانې او لورانې مو پرې را و غورځوئ هم افغانان چاته سرونه نه خم کوي!
او اې د مزدورې ادارې ساتونکو! د الله خاطر وکړئ؛ نور مو دا سپڅلی تاريخ مه را خرابوئ!
نور مو دا د ماما زامن در وتړئ؛ که له الله نه وېره نه کوئ، له پاتې نسلونو نه شرمېږئ، نو لږتر لږه خو مو له هغې بدلې څخه لږ حیا وکړئ چې وایئ (وطنه مور يې زموږ) په دغې مور خو مو ټولې لوبې وشوې اوس د نورو د وېرولو د پاره خلک مورانې هم درته پرې را غورځوي خو تاسو شرم نه کوئ.

















