بدخشان : د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د پلویانو ترمنځ نښته شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) خالد وفا

بدخشان ولایت نه په تازه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې تېره ورځ په بهارک ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او د جمعیت اسلامي د ګوندونو د پلویانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د دې بریدونو په پایله کې دوه تنه وژل شوي دي ګڼ شمېر ژوبل شوي هم دي.

د سیمه يیزو رسنیو په استناد ویل شوي چې دغه نښته د قوماندان عبدالروف د بهارک ولسوالۍ ښاروال چې د جمعیت ګوند پلوي دی او قاري عبدالودود چې د بهارک امنیه قومندان او د حزب اسلامي پلوي دي د دوي ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې او وروسته په فزیکې جګړه بدله شوې ده چې د دواړو خوا ترمنځ ډزې تبادله شوي دي.

د نښتې په پایله کې د عبدالروف ښاروال دوه تنه پلویان وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button