د ننګرهار له محبس څخه ۳۲ زندانيان ازاد شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې نن يکشنبه يې د ولسمشر د خاص فرمان له مخې د دغه ولايت له محبس څخه ۳۲ بنديان ازاد او خپلو کورنيو ته سپارلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي رسنيو ته ويلي، چې دغه بنديان يې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د خاص فرمان له مخې ازاد کړي دي.

د عطاءالله خوګياڼي په وينا له ياد محبس څخه خوشې شوي بنديان ټول جنايي دي.

په محبس کې يو تن سياسي بندي کابل ټکی کام ته وويل، چې د پخواني ولسمشر په وخت کې سياسي بنديانو ته هم تخفيف راتلو خو د ګډ حکومت په راتلو سره يې دغه چاره ځنډولې ده.

هغه وويل، چې ډيری سياسي بنديان د پوليسو او امنيتي ارګانونو له لوري په شک کې راوړل شوي او په وينا يې چې زياتو ته يې عدلي او قضايي ارګانونو له خوا له پنځو تر لسو کلونو د بند سزا ورکول شوې ده.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د جنايي مجرمينو تر څنګ دې د دوی د بند په موده کې هم تخفيف راشي.

د يادونې ده، چې دا مهال د ننګرهار په محبس کې شاوخوا ۱۶ سوه زندانيان شپې سبا کوي، چې ډيری يې سياسي بنديان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button