پروان: بګرام کې پر امريکايي ځواکونو چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) الماس خدرخېل

د کابل څنګلوري شمالي ولايت پروان کې د امريکايي ځواکونو پر يوه ټانګ چاودنه شوې چې له امله يې څلور امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تيره شپه ناوخته لس بجې د بګرام ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو سيمه کې رامنځته شوې ده.

يوې ځايي امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې بيګا شپه په سيمه کې پر امريکايي ځواکونو په ځمکه کې د خښ شوي ماين په واسطه چاودنه شوې، چې امريکايي پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينې د وژل شويو سرتيرو په اړه کره معلومات نه لرل.

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند د دغه چاودنې مسئوليت په غاړه اخيستی او په خپله ټويټر پاڼه يې ليکلي چې په چاودنه کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي او د هغوی ټانګ يې په مکمله توګه ويجاړ کړی دی.

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي، چې يوه نيمه مياشت مخکې هم په ننګرهار کې د چاودنې او موټر بم بريد له امله امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button