ننګرهار: ملي راډيو تلويزيون ودانۍ ته وسله وال ننوتي، جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۷) الماس خدرخېل

څو شيبې وړاندې د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون تر څنګ چاودنه شوې او وروسته دغې ودانې ته وسله وال ننوتي دي.

ځايي خبريالان وايي، په ودانۍ کې سخته جګړه روانه ده او ډېر شمېر کارکوونکي په ودانۍ کې دننه بند پاتې دي.

د ننګرهار ملي رادیو تلوېزیون ودانۍ د ننګرهار د والي دفتر ته په نږدې څو مترۍ کې پرته ده.

عيني شاهدان وايي، د چاودنو او ډزو له امله د ښار يو شمير هټيوالو خپل دکانونه تړلي او ځانونه يې خوندي سيمو ته رسولي دي.

د رسنيو له قوله د راډيو تلويزیون ودانۍ تر څنګ د ښارالۍ میلمستون ته هم وسله وال داخل شوي او له امنيتي ځواکونوسره په جګړه بوخت دي.

د وسله والو له لوري د پوليسو لومړی ماموريت او شاوخوا دولتي ودانۍ تر بريدونو لاندې دي.

تر اوسه چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تر دا مهاله د دې بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

د مرګ ژوبله په اړه معلومات نشته.

نور جزيات به وروسته پر ليکه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button